
د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د یو ویشتمې د ۳م ګذر اړوند په مسلم آباد سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې؛ د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا پروژه ۶۴۴ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې، چارې به یې د لښتیو په ګډون تر راتلونکې یوې اونۍ پورې په اساسي توګه بشپړې شي. د دې پروژې په پلي کېدو کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده او په جوړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکي یو شمېر ترانسپورتي او چاپېریالي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي


