الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوگر سړک د لومړي فاز د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري

 16649.jpg (1820 × 1024)

د کابل-لوګر سړک د لومړي  فاز د جوړولو چارې شاوخوا (۳۰) سلنه پرمخ تللې او تخنیکي ټیمونه هڅه کوي چې د یاد سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې بشپړې کړي او نږدې (۳) کیلو متره برخې یې قیر کولو ته چمتو شي. د دې سړک د (۳۷۰۰) مترو په اوږدوالي د یوې فرعي لیکې او (۲.۵) کیلومتره اصلي لیکې د بنسټیزو برخو له بشپړېدو وروسته، قیر شوي دي. دغه سړک چې، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې (۷) کیلومتره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د سړک جوړولو د معیارونو مطابق ډیزاین شوې دی. همدارنګه، د یاد سړک په اوږدو کې د (۵۰۰) مترو په اوږدوالي، (۴) متره سور او د (۲.۵) مترو په ژوروالي سره د مستان کانال د جوړولو سربېره، دلښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي. د کابل-لوګر سړک چې، د کابل ښار په سویلي زون کې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه ګڼل کیږي، کابل ښاروالۍ یې د  اهمیت په درک کولو سره ژمنه ده چې، د قرارداد او تخنیکي اسنادو سره سم یې په خپل وخت کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري