
د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه څخه تر بادام باغ پورې د نوي نښلوونکي سړک د کرښو اچولو چارې چې، متصل، منقطع، د پلو لارو دهلیزونه او ترافیکي نښې پکې شاملې دي، بشپړې شوې. دا سړک ۵۶۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، لښتي، پلې لارې، ګلدانونه، استنادي دېوال، د څراغونو نصبول او د یوه پرمختللي ښار سړک نور جزئیات په بر کې نیسي. د دې پروژې د مسئولانو په وینا؛ د سړک ډیری چارې بشپړې شوې دي او یوازې یې د څراغونو نصبولو او روښانولو چارې پاتې دي او ډېر ژر به په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره د ورڅېرمه سیمو ترافیکي بهیر وېشل شوی او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي


