
د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګراميو پروژې لویدیځ خوا ته د کمري سیمې سړک قیر چارې پیل شوې، چې دا کار دسیمې د اوسېدونکو له تود هرکلي سره مخ شو. د کابل ښاروالۍ مسئولین هڅه کوي تر څو دغه پروژه د سړې هوا له پیل وړاندې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه سړک چې په ۲۲مه ناحیه کې د جوړېدو په حال کې دی، په ټولیزه توګه (۲۵۸۶) متره اوږدوالی لري. د یاد سړک د (۱۲۵۵) مترو په اوږدوالي، (۲۶ او ۳۱) مترو په سور سره برخه به قیر او د (۱۳۳۱) مترو په اوږدوالي او (۶.۵) مترو په سورسره برخه به یې کانکریټ شي. په دې پروژه کې د ( ۱۲۵۵) مترو په اوږدوالي او (۲) مترو په سور د اوبو یوه لوی کانال، د (۴.۴ ) مترو په اوږدوالي، (۳) مترو په سور سره د (۴۶) پلچکونو او د (۸۵) مترو په اوږدوالي، (۲.۷) مترو په لوړوالي، له (۱.۹) څخه تر (۲.۱ ) مترو پورې سور سره د استنادي دیوال، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم شامل دي. د یادې پروژې د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د سړک د قیر کولو برخې اساسي چارې بشپړې شوې دي او اوس مهال د کانکریټ اچولو برخې په جوړولو کار روان دی او ډیر ژر به د کانکریټ چارې هم پیل شي. دغه سړک چې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ او د کابل ښاروالۍ د پراختیایي پلان مطابق جوړېږي، د ترانسپورتي زیربناوو په پراختیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او د ۲۲ مې ناحیې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول لري


