الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د لومړي فاز دوه کیلو متره برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده

22 میزان 1404

 16671.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د ګلباغ سړک د لومړي فاز نږدې دوه کیلو متره نوره برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست معلوماتو له مخې؛ د ګلباغ سړک چې، له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې ۳۱۷۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، هڅه کېږي چې، د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې یې قیر چارې بشپړې او ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات  هم شامل دي. دا سړک د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې ځانګړی ارزښت لري چې، په دې وروستیو کې یې تر کابل- لوګر سړک پورې د درېیم او څلورم فاز د جوړولو چارې هم پیل شوې دي