
د دولسمې ناحیې اړوند د سلیم کاروان له ښارګوټي څخه د احمدشاه بابا مېنې تر پنځوس متره سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې (۴۰) سلنه پرمخ تللې دي او هڅه کېږي چې هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۷۳۳ ) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، پیلو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې ده د دې سړک د جوړولو چارې د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د دولسمې ناحیې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي


