
د اوومې ناحیې د ۲۵م ګذر اړوند د چهلستون بڼ په سیمه کې د دریو کوڅو کانکریټ چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، پدې پروژه کې چې، (۹۶۲) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۴) متره سور لري. د لښتیو جوړول هم شامل دي. د اړوندو مسئولینو په وینا، یاده پروژه تر اوسه (۶۰ ) سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده چې په یوه میاشت کې به په معیاري او اساسي ډول بشپړه او ورسره جوخت به د یادې سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې کمې شي.. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده


