الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوټل سړک د درېیمې برخې قیر چارې به ډیر ژر پیل شي

 16681.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست هڅه کوي چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې کړي. دغه پروژه چې، د یولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند د سرای شمالي له څلورلارې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې (د نفت او ګاز ادارې تر مخې)، (۳۶۴۷) متره اوږدوالی او (۲۷) متره سور لري، د کابل ښار د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې یوه لویه او مهمه پروژه شمېرل کېږي. د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ اوس مهال د یاد سړک د شاوخوا دوه کیلو متره برخې بنسټيزې چارې بشپړې شوې دي  او د (۳۰۰) مترو په اوږدوالي او (۱۲) مترو په سور سره برخه یې قیر چارو ته چمتو شوې ده. د خیرخانې کوتل سړک چې د هېواد له ترانزیتي لارو څخه شمېرل کېږي، په جوړېدو سره به یې نه یوازې د تګ راتګ په برخه کې هېوادوالو ته آسانتیاوې رامنځته شي بلکې، د شمالي ولایتونو په اقتصادي برخه به هم مثبت اغیز ولري