الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په څوارلسمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو پنځه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 16685.jpg (1820 × 1024)

د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په لومړي، اووم، دیارلسم، پنځلسم او نولسم ګذر کې د کوڅو او فرعي سړکونو د پنځو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د پغمان ولسوال قاري علي احمد مجاهد او د سیمې د مشرانو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په خپلو خبرو کې له ښاري او ټولنیزو آسانتیاوو څخه په محرومو او لېرې پرتو سیمو کې د ورته نورو پروژو له پلي کېدو خبر ورکړ او ویې ویل: دغه پروژې چې، په ټولیزه توګه (۴۵۸۵) متره اوږدوالی او له ( ۲.۹) مترو څخه تر (۵.۶) مترو پورې سور لري، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۳۴.۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شوې. د سیمې اوسېدونکي د یادو  پروژو له بشپړېدو خوښ دي او وایې چې، تر دې وړاندې د سړکونو او کوڅو د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزه سره مخ وو، چې اوس یې ستونزې تر ډېره هوارې شوې دي. دوی ژمنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو کوڅو او سړکونو ساتنې ته به پام کوي. پاتې دې نه وي چې، په دغو پروژو کې هره ورځ له (۱۰۰ تر ۱۵۰) تنو هېوادوالو  ته د کار زمینه هم برابره شوې وه