
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې د ۳۰م ګذر اړوند د چهلستون د بیت المقدس جومات په سیمه کې په ټولیزه توګه د ۷۲۰ مترو په اوږدوالي، د ۵ او ۵.۵ مترو په سور سره د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه چې، لښتي او د ۵.۵ مترو په اوږدوالي او ۲.۵ مترو په سور سره د یوه پلچک جوړول هم پکې شامل دي، تر راتلونکو دوه میاشتو پورې به بشپړه شي. کابل ښاروالۍ د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ او له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو ته په پام سره، په بېلابېلو ناحیو کې ورته نورې پروژې هم ډیزاین کړې او د پلي کېدو په حال کې دي، چې له یوې خوا یې د ښاریانو ستونزې حل کړې او له بلې خوا یې کاري فرصتونه هم رامنځته کړي دي


