
د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند د کارته نو له سړک ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د بنسټيزو برخو د جوړولو چارې روانې دي ترڅو قیر کولو ته چمتو شي. دا سړک چې، (۳۰۷۰ ) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، د (۱۹۰۰۰) متر مکعب په اندازه استنادي دېوال، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی او هڅه کېږي چې، په کمه موده کې یې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ورته مهال د قلعه زمان خان له عمومي سړک څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د سړک جوړولو چارې هم روانې دي چې، د دغو دوو پروژو په بشپړېدو سره به په ترانسپورتي، ټولنیزو او ښاري برخو کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي


