
د کابل ښاروالۍ له لوري د استملاکي ملکیتونو د مالکانو په همکارۍ، د شپږمې ناحیې اړوند د علاءالدین درې لارې او چهار قلعه چهاردهي سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې روانې دي. دا سړک چې، د (۱۹۰۲) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی، د پلان له مخې به د شپږو کاري میاشتو په موده کې جوړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کارته سه، چهار قلعه چهاردهی، علاءالدین درې لارې او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې (۲۰۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو بدیل حقونه ورکړل شي


