
په کابل ښار کې د سړک جوړونې د روانو پروژو له ډلې د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړونې پروژه ۸۵ سلنه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي چې، چارې یې په کمه موده کې بشپړې شي. دا سړک ۲۷۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، تر اوسه یې د ۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي د یوې برخې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې ترسره شوې دي او د ژمي تر را رسېدو وړاندې به یې د پاتې برخو د قیر کولو سربېره درېیمه (وروستۍ) طبقه قیر چارې هم ترسره شي. په دې پروژه کې د یوه کانال، پلچکونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د ترافیکي نښو نصبول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د صحت عامې، مکروریان او هوايي ډګر د څلورلارو او ورڅېرمه نورو سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي


