الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پغمان د پخواني سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي

 16715.jpg (1820 × 1024)

د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان پخواني سړک د څه باندې (۴) کیلو متره پاتې برخې د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو دغه پروژه د روان کال په لومړیو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لخوا پیل شوې چې، تر اوسه یې (۵) کیلو متره برخه قیر شوې ده. یاد سړک چې، د قرغې له بند څخه تر تاق ظفر پورې (۹۱۵۳) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، په اوږدو کې یې د استنادي دېوال، د (۹ او ۱۲) مترو په اوږدوالي او د (۲ او ۴) مترو په سور سره د (۱۶) پلچکونو جوړول هم شامل دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د یاد سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د څوارلسمې ناحیې اوسېدونکو او د پغمان تفریحي سیمې ته تلونکو هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي