
د قلعه زمان خان له سیمې څخه د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د حربي پوهنتون تر مخې پورې د قلعه شانان سړک د جوړولو چارې چې، د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېلې وې، بیاځلي پیل شوې. اوس مهال د (۴۲۰۶) مترو په اوږدوالي او (۳) مترو په سور سره د یاد سړک دواړو خواوو ته د پلیو لارو د جوړولو چارې روانې دي. له دې سربېره د سړک په اوږدو کې د جدلونو نصبولو او د ګلدانونو د جوړولو چارې هم تر لاس لاندې دي څو دغه مهمه پروژه هر څه ژر بشپړه شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژه د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د قلعه شانان سړک چې، (۲۱۰۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په اوږدو کې یې د (۸۵۰) مترو په اوږدوالي د یوه کانال جوړول هم شامل دي چې، د جوړولو چارې یې تر اوسه (۷۷ ) سلنه مخته تللې دي. ټاکل شوې ده د یاد سړک د پاتې برخو لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې ډېر ژر پیل او دغه پروژه د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې، د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د(۶۰) مترو په اوږدوالي او (۱۸.۴) مترو په سور سره د یوه پله د جوړولو چارې هم روانې دي. د دې سړک او پله د کار د ځنډ یو لامل د پله د جوړولو د اساسي توکو او ګاډرونو چمتو کول وو چې، اوس یې د نصبولو چارې روانې دي او وروسته به د پله فرش هم جوړ شي


