
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا، له کارته مامورین درې لارې څخه تر قمبر څلورلارې پورې د (۳۷۰۰) مترو په اوږدوالي د سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې، چې ورسره جوخت یادې سیمې ښکلې بڼه غوره کړې ده. د دې سړک ځیني برخې چې، د وخت په تېرېدو زیانمنې شوې وې، تر تخنیکي او فني څېړنو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په اساسي توګه بیا ورغول شوې. همدا راز د دې سړک د بیارغونې په پروژه کې د (۳۷۰۰) مترو په اوږدوالي د جدولونو نصبول او رنګول هم شامل دي چې، دا کار د ترافیکي نظم د رامنځته کېدو او ښاري ښکلا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د سړک هغه جدلونه چې، ویجاړ او زیانمن شوي ؤ، په ځای یې نوي جدلونه نصب او یو شمېر نور یې چې د بیارغونې وړ ؤ، بیا ورغول شول. کابل ښاروالۍ د ښار په کچه هغه سړکونه چې، بیارغونې ته اړتیا لري یو پر بل پسې بیا رغوي څو د ښاري تاسیساتو سمه ساتنه وشي


