الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي

 16725.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شلمې ناحیې د ۱۳م ګذر اړوند د ملا مشک عالم لېسې په سیمه کې د (۶۰۰) مترو په اوږدوالي او (۶ ) مترو په سور سره د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي. دغه پروژه چې، د یوه پلچک او استنادي دېوال جوړول هم پکې شامل دي، تر اوسه (۷۰) سلنه مخته تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په اساسي توګه بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده