
د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له ګولایي څخه تر قصبې پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې روانې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر بشپړې شي. دغه سړک چې، (۶۷۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، (۴۳۵) متره برخه یې قیر او (۴۲۰ ) متره نوره برخه یې کانکرېټ کیږي. په دې پروژه کې د یوه پلچک، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه چې، په روان کال کې پیل شوې ده، ډېر ژر به په معیاري توګه بشپړه شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د خواجه بغرا او قصبې سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د پنځلسمې ناحیې اړوند فرعي سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي


