الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دېوان بیګي- مهتاب قلعه سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي

 16742.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له دېوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي څو قیر کولو ته چمتو شي. دا سړک چې، ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، څه موده وړاندې یې ۷۰۰ متره برخه قیر شوې ده او هڅه کېږي چې، د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې یې قیر چارې بشپړې شي. همدا راز د یاد سړک په اوږدو کې د ۲۱.۵ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ یو پُل هم جوړېږي چې، اوس مهال یې د ګاډرونو د چمتو کولو چارې روانې دي او ډېر ژر به نصب شي. په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. دغه سړک  چې، د کمپنۍ او برچي سړک د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، په جوړېدو سره به یې ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي