الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د برچي- امید سبز ښارګوټي د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي

 16747.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي د نقاش له حمام څخه تر امید سبز ښارګوټي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه، د خنډونو پاکولو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي. ټاکل شوې ده دغه سړک چې، (۳) کیلو متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د یوه کال په موده کې په اساسي توګه جوړ شي. په دې پروژه کې، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي څو یې کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړه شي. د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ، د دا ډول پروژو په پلي کېدو سره به د ښاریانو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي