الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې له درې لارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

 16752.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې له درې لارې څخه د سیلو تر سړک پورې د قطریانو ښارګوټي سویل خوا ته د نوي نښلوونکي سړک د بنسټيزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. دغه سړک چې، (۴۷۲) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د لښتیو او پلیو لارو په ګډون به د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کیفیت د تضمین په موخه، په دوامداره او منظمه توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي