
د کابل ښار د ۲۱مې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو-لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کیږي ترڅو ژر تر ژره قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، د یو کانال، څلورو پلچکونو او شاوخوا (۷۰۰۰) متر مکعب استنادي دیوال جوړول او د یوه معیاري سړک ټولې برخې پکې شاملې دي. د دې سړک اهمیت ته په کتو چې، له سوېل څخه ختیځ ته د ترافیکي بهیر د ویش په برخه مهم رول لوبوي، کابل ښاروالۍ پلان لري ترڅو یې د دویمې برخې د جوړولو چارې هم ډېر ژر پیل کړي چې، اوس مهال یې تدارکاتي پړاوونه روان دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د ختیځ زون اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د کابل ښار اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي


