الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې ۵۰ سلنه مخته تللې دي

 16759.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د ۲۲م ګذر اړوند د پجک پله په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، تر اوسه ۵۰ سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۱۲۵۰) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د (۳) پلچکونو، استنادي دیوال او لښتیو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي. ټاکل شوې ده دغه پروژه د ژمي تر رارسېدو وړاندې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده