الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پل آرټل څخه تر دهمزنګ پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي

 16762.jpg (1820 × 1024)

د ترانسپورتي سیستم د ښه والي او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د درېیمې ناحیې اړوند له آرتل پله څخه تر دهمزنګ پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي. د یاد سړک په اوږدو کې د خنډونو له پاکولو وروسته، د دې سړک شاوخوا (۶۰۰) متره برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده او اوس مهال یې د پاتې برخو په جوړولو کار روان دی ترڅو په نږدې راتلونکي کې هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. دغه سړک چې، د (۱۰۴۰) مترو په اوږدوالي او له (۲۷ ) څخه تر (۳۰) مترو پورې سور سره ډیزاین شوی دی، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به د سړو موسم له پیل څخه وړاندې، د تخنیکي سندونو مطابق قیر او د ترافیکو پر مخ به پرانیستل شي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به، د ښارپه مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د کابل اقتصادي ودې لپاره به زمینه برابره شي