الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد سړک د لومړي فاز د (۳) کیلومتره برخې قیر چارې روانې دي

 16765.jpg (1820 × 1024)

د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي او اوس مهال یې د نورې (۳) کیلومتره برخې قیر چارې پیل شوې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیر وهاب الدین "مسعود"په دې اړه وویل: څه موده وړاندې د دې سړک د (۲۲۰۰) متره په اوږدوالي برخه قیر شوې وه. د کابل- جلال آباد سړک لومړۍ برخه چې، د مکروریانو له څلور لارې څخه تر پکتیاکوټ سیمې پورې د (۹۳۹۷) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره ډیزاین شوې ده، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او تمځایونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د ترافیکي نښو او څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم پکې شامل دي. نوموِي زیاته کړه چې، په ورته وخت کې د یاد سړک د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې دوام لري ترڅو هغه هم  قیر کولو ته چمتو شي. کابل ښاروالۍ د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او د ښار اقتصادي ودې په برخه کې د دې سړک د اهمیت په درک کولو سره، هڅه کوي ترڅو دا پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک دویمه برخه له پکتیاکوټ څخه تر تنګي غارو پورې غځېدلې او اوس مهال په تدارکاتي پړاوونو کې ده چې، عملي چارې به یې ډیر ژر پیل شي