درنو ښاریانو!
د خپل ښار شنو سیمو رغولو کې کې برخه واخلئ
کابل ښاروالۍ په پام کې لري د ۱۲عمومي پارکونو رغولو ترڅنګ چې تیرکال یې د جوړولو چارې د دې ادارې له خوا پيل شوی وي، په کابل ښار کې د شنو سیمو ودې په موخه، د ښار په بیلا بیلو سیمو کې نور معیاری پارکونه هم ورغوي.
په همدې موخه دا اداره په پام کې لري له خپلو شته مالي او تخنیکي امکاناتونه د ګټي اخیستنې ترڅنګ د ښار په وده کې د ښاریانو ګډون او ګډ کار فرهنګ ودي په موخه ښاریانو هم په دي مهم کار کې برخمن کړي چې د ټاکل شویو ځایونو لپاره ځیني پارکونه لکه په اتمه ناحیه کې د رحمان میني ښځینه کلینک ترڅنګ پارک ډیزاین کړي او رغولو ته چمتو دي، نو په دي اساس کابل ښاروالۍ له ټولو درنو ښاریانو، سوداګرو، شرکتونو، مدني بنسټونو او د خصوصي سکټورغړو نه چې د دي پارکونو رغولو او شنو سیمو ودي لیوالتیا ولری هېله کوي چې په دي اړین معنوي او فرهنګي کار کې برخه واخلئ.
د نورو سیمو طرحه چې په همدې موخه چمتو شوي چې ډیر ژر به دروپيژندل شي.