الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په ۲۲مه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو د کانکریټ کولو څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 16783.jpg (1820 × 1024)

د ۲۲مې ناحیې په درېیم، نهم، شپاړلسم او اوولسم  ګذر کې له کانکریټ څخه د فرعي سړکونو او کوڅو  جوړولو څلور پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، سیمه ییزو مشرانو او د یادو سیمو ګڼ شمېر اوسیدونکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیح الله "رحیمي" په دې اړه وویل: د فرعي سړکونو او کوڅو جوړول، د سالم ښاري چاپېریال رامنځته کولو، ترانسپورتي آسانتیاوو ته د لاسرسي او د ښاري خدمتونو د کچې لوړولو په برخو کې یو مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه چې، دغه پروژې د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې شوې ترڅو د ښاریانو ستونزې حل او کاري فرصتونه رامنځته کړي. دغه راز ښاغلي رحیمي په لرې پرتو او له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې د نویو پروژو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل چې، په درېیم ګذر کې د (۹۰۵ ) مترو په اوږدوالي او له (۴) څخه تر (۸) مترو په سور، په نهم ګذر کې د (۸۰۰) مترو په اوږدوالي او (۵) مترو په سور، په شپاړلسم ګذر کې د (۲۱۰) مترو په اوږدوالي او (۱۱) مترو په سور او په اوولسم ګذر کې د (۸ ) مترو په اوږدوالي سره فرعي سړکونه او کوڅې کانکریټ شوي دي. دغه پروژې په ټولیزه توګه د (۲۹) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي ډول بشپړې شوې دي. د یادونې وړ ده چې، په دغو پروژو کې هره ورځ له (۱۰۰) څخه تر (۱۵۰) تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه