الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې د پام وړ پرمختګ لري

 16788.jpg (1820 × 1024)

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري چې، د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته یې تر اوسه د ۲۷۰۰ مترو په اوږدوالي د یوې اصلي  لیکې لومړۍ او دویمه طبقه او د ۷۳۰۰ مترو په اوږدوالي د ددو فرعي لیکو لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې شوې دي. د دې سړک لومړۍ برخه له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، په اوږدو کې یې د یوه لوی کانال، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور اړین جزئیات هم شامل دي. کابل ښاروالۍ د ترافیکي ګنه ګوڼې د کمښت او د جنوبي ولایتونو اوسېدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، هڅه کوي چې د دې سړک د جوړولو چارې په چتکۍ او لوړ کیفیت ترسره کړي.  دغه پروژه د کابل ښار په سویلي زون کې یوه مهمه زیربنايي پروژه ګڼل کیږي چې، په بشپړېدو سره به یې د ښاري زیربناوو د پراختیا سربېره، د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي