د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د رحمان میني ښځینه کلینیک ترڅنګ د پارک رغولو طرحه

درنو ښاریانو!

د خپل ښار شنو سیمو رغولو کې برخه واخلئ

کابل ښاروالۍ په پام کې لري د ۱۲عمومي پارکونو رغولو ترڅنګ چې تیرکال یې د جوړولو چارې د دې ادارې له خوا پيل شوی وي، په کابل ښار کې د شنو سیمو ودې په موخه، د ښار په بیلا بیلو سیمو کې نور معیاری پارکونه هم ورغوي.

په همدې موخه دا اداره په پام کې لري له خپلو شته مالي او تخنیکي امکاناتونه د ګټي اخیستنې ترڅنګ د ښار په وده کې د ښاریانو ګډون او ګډ کار فرهنګ ودي په موخه ښاریانو هم په دي مهم کار کې برخمن کړي چې د ټاکل شویو ځایونو لپاره ځیني پارکونه لکه په اتمه ناحیه کې د رحمان میني ښځینه کلینک ترڅنګ پارک ډیزاین کړي او رغولو ته چمتو دي، نو په دي اساس کابل ښاروالۍ  له ټولو درنو ښاریانو، سوداګرو، شرکتونو، مدني بنسټونو او د خصوصي سکټورغړو نه چې د دي پارکونو رغولو او شنو سیمو ودي لیوالتیا ولری هېله کوي چې په دي اړین معنوي او فرهنګي کار کې برخه واخلئ.

د نورو سیمو طرحه چې په همدې موخه چمتو شوي چې ډیر ژر به دروپيژندل شي.

د پورتنۍ طرحې لیدو لپاره دا ځای کیکاږۍ