الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په بره کي څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري

 16793.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په بره کې څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک د جوړولو لویه پروژه د پام وړ کاري پرمختګ لري. په دې سیمه کې د (۴۷۰) مترو په اوږدوالي، (۲۰) مترو سور او (۵.۵) مترو په ژوروالي د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور د (۵۲۵) ستنو ( پایو) په درلودلو سره ترځمکې لاندې سړک په اساسي توګه جوړېږي.  همدا راز ترځمکې لاندې سړک د جوړولو چارو تر بشپړېدو وروسته به، د (۷۰۰) مترو په اوږدوالي، (۲۰) مترو سور او د (۵.۵) مترو په لوړوالي، د (۴۴۰) ستنو ( پایو) په درلودلو سره د دهن باغ د څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور هوايي پُل هم جوړ شي. د کابل ښاروالۍ د مسئولینو په وینا؛ دغه پروژه تر تخنیکي او فني څیړنو وروسته د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره ډیزاین شوې ده چې، تر بشپړېدو وروسته به ترافیکي بهیر په څو برخو ووېشل شي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست هڅه کوي چې، ترځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې هرڅه ژر بشپړې کړي او همدا راز د هوايي پله د جوړولو چارې هم په تدارکاتي پړاو کې دي چې، راتلونکی کال به پیل شي. کابل ښاروالۍ له اړوند ادارو او ښاریانو څخه چې، د ترافیکي بهیر د مدیریت او له بدیلو لارو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې همکار دي مننه کوي او په بریالیتوب سره د دې پروژې په پلي کولو کې د ټولو ښاریانو رول مهم ګڼي