
له فیصل ښارګوټي څخه د ګلباغ تر پله پورې د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي ترڅو یې ځیني برخې قیر کولو ته چمتو شي. دغه سړک چې ( ۲۳۹۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، په اوږدو کې یې د (۲۴) مترو په اوږدوالي او (۱.۲ ) مترو په سور د یوه پلچک، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي او تر اوسه یې د جوړولو چارې (۳۵) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د دې سړک د دوه کیلو مترو په اوږدوالي برخې بنسټیزې چارې بشپړې شوې دي او هڅه کېږي چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې یې یوه لیکه په بشپړه توګه قیر او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د یادونې وړ ده چې، د ګلباغ سړک د جوړولو چارې په څلورو برخو کې ډیزاین شوې دي چې، د لومړۍ او دویمې برخو سربېره یې د درېیمې او څلورمې برخې د جوړولو چارې هم پیل شوې دي. د ګلباغ سړک چې د کابل ښار له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې ځانګړی اهمیت لري


