
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د تایمني له سابقه څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو پروژې د پلي کېدو په موخه، د سیمې اوسېدونکو ته پوهاوی ورکړل شو. په دې برنامه کې د څلورمې ناحیې مرستیال مولوي سید احمدشاه او د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین هر یوه په خپلو خبرو کې د یاد سړک د اهمیت په اړه معلومات ورکړل او د دې مهمې پروژې د پلي کېدو په برخه کې یې د ښاریانو مرسته اړینه وبلله. دوی د سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو له مالکانو غوښتنه وکړه چې، هرڅه ژر د خپلو اړوند قانوني سندونو د اداري پړاونو د ترسره کولو په موخه کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو پاکولو په برخه کې دې همکار و اوسي. ورته مهال د استملاک ریاست کارکوونکي انجنیر مولودین بیک زاد وویل: د یاد سړک په اوږدو کې (۴۱) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې؛ دغه سړک چې (۶۱۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک ټول جزئیات پکې شامل دي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به په ور څېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او اقتصادی ودې ته به زمینه هم برابره شي


