درنو ښاریانو! کابل ښاروالۍ د ۱۲عمومي پارکونو رغولو ترڅنګ چې تیرکال یې د جوړولو چارې د دې ادارې له خوا پيل شوی وي، د شنو سیمو ودې او رامنځته کولو په موخه په پام کې لري، د کابل ښار بیلا بیلو سیمو کې نور معیاری پارکونه هم ورغوي. په همدې موخه دا اداره له خپلو شته مالي او تخنیکي امکاناتونه د ګټي اخیستنې ترڅنګ غواړي د شنو سیمو رامنځته کولو، ښاریانو ګډون او د ګډ کاري فرهنګ ودي پخاطر ښاریان هم په دي اړین کار کې برخمن کړي، چې له مخې یې د یو شمېر ټاکل شوی ځایونو لپاره ځیني پارکونه لکه په اتمه ناحیه کې د رحمان میني ښځینه کلینک ترڅنګ پارک ډیزاین او رغولو ته چمتو کړي، نو په دي اساس کابل ښاروالۍ له ټولو درنو ښاریانو، سوداګرو، شرکتونو، مدني بنسټونو او د خصوصي سکټورغړو نه چې د دي پارکونو رغولو او شنو سیمو رامنځته کولو لیوالتیا ولری هېله کوي چې په دي اړین معنوي او فرهنګي کار کې برخه واخلئ. د نورو سیمو طرحي چې په همدې موخه چمتو شوي ډیر ژر به دروپيژندل شي.
د خپل ښار شنو سیمو رامنځته کولو کې برخه واخلئ