
د دویمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک جوړولو چارې په ښه توګه روانې دي او هڅه کېږي چې، تر ژمي وړاندې یې قیر چارې تر سره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک چې، (۸۶۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، په اوږدو کې یې د (۲۷۳) مترو په اوږدوالي او (۲) مترو سور د یوه کانال، د (۹۵) مترو په اوږدوالي، (۶۰) سانتي مترو سور او (۵) مترو لوړوالي استنادي دیوال، پلیو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي، چې په جوړېدو سره به یې له یوې خوا د ښار په مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، له فرهنګ څلورلارې څخه د شاه دوشمشېره تر درې لارې پورې د سړک د پراختیا پلان هم تر لاس لاندې لري، چې اوس مهال دا پروژه په تدارکاتي پړاوونو کې ده


