الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د یوې لیکې درېیمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې پیل شوې

 16807.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې کین خوا ته د یوې لیکې درېیمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې د ټولو فني معیارونو په پام کې نیولو سره دتېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې. د پروژې د کیفیت د تضمین په موخه، د دې سړک قیر چارې په لابراتوار کې د ودانیزو توکو تر آزمایښت وروسته ترسره کېږي. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه د کوتل له پورتنۍ برخې څخه تر بوستان سړک پورې (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې (۶۰) متره سور لري. ورته مهال د یاد سړک د ښۍ خوا لیکې د (۵۸۰) مترو په اوږدوالي  برخې د جوړولو چارې روانې دي څو  هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. دا مهم ترانزیتي سړک د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري ښاري سړک د ټولو په برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی چې، د پلان له مخې به د روان کال تر پایه پورې جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي