
د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د تهیه مسکن له څلور لارې څخه تر سرای شمالي پورې سړک ښي خواته لیکې د پاتې برخې چې (۶۰۰) متره اوږدوالی او (۹) متره سور لري، قیر چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا پیل شوې. د یاد سړک دواړو خواوو ته هره فرعي لیکه د (۱۱۰۰) مترو په اوږدوالي او (۱۴.۵) مترو په سور سره ډیزاین شوي دي، چې د پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او تمځاینو جوړول، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول هم پکې شامل دي. دغه راز د یاد سړک کیڼ خوا ته لیکې قیر چارې څه موده وړاندې بشپړې شوې او د دویمې لیکې قیر چارې به هم ډیر ژر بشپړ ې اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به ښاري آسانتیاوې نورې هم زیاتې او په سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې به ترافیکي ستونزې کمې شي. د یادولو وړ ده چې، د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د سرای شمالي او تهیه مسکن سړک په اوږدو کې د یوه کانال او د جذبي څاه ګانو د جوړولو او کیندلو چارې چې، د دې پروژې له بنسټیزو زیربناوو څخه ګڼل کیږي، څه موده وړاندې بشپړې شوې دي


