
د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې دبنسټیزو برخو تر بشپړېدو وروسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، د دې سړک قیر چارې د تخنیکي معیارونو مطابق ترسره کیږي چې، اوس مهال یې څه باندې (۱۴۰۰) متره برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده او په ورته وخت کې د پاتې برخو د جوړولو چارې دوام لري، ترڅو هغه هم د سړو موسم له رارسیدو وړاندې قیر شي. دغه سړک چې، (۱۷۶۷) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، دپلیولارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم پکې شامل دي. د دې پروژې سربیره، د یاد سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د(۲۸) مترو په اوږدوالي او (۱۸.۴) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ د یوه اساسي پله د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا هم روانې دي. د دې سړک او پله په جوړیدو سره به د دارالامان سړک د چهلستون له سړک سره ونښلول شي، چې دا کار د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د ورڅېرمه سیمو په د اقتصادي وده کې مهم رول لري


