
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې د درېیم ګذر اړوند د وحدت ښارګوټي په سیمه کې د اتو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. په دې پروژه کې چې (۶۳۰) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۴.۳) مترو پورې سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي، چې تر اوسه (۴۰) سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده په راتلونکې یوه نیمه میاشت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به د ښاریانو ستونزې حل او دوی به ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاسرسی ومومي


