الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په قلعه بختیار سیمه کې د ۲۴ فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

 16834.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د ځمکو د بیا تنظیم پروژې په چوکاټ کې د شپږمې ناحیې د ۲۲م ګذر اړوند په قلعه بختیار سیمه کې د ۲۴ فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړکونه چې، په ټولیزه توګه ( ۳۲۴۵) متره اوږدوالی او له (۴ څخه تر ۹ ) مترو پورې سور لري ، د لښتیو په ګډون یې تر اوسه (۳۵) سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه میاشتو پورې په اساسي توګه بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې سیمه کې د ځمکو د تنظیم لومړنۍ پروژه په (۹۰) جریبه ځمکه کې ډیزاین شوې ده چې (۱۴۱) جایدادونه پکې شامل دي. د دې سیمې په پرمختیايي پلان کې د عامه تاسیساتو جوړول او د معیاري ښاري خدمتونو وړاندې کول هم په پام کې نیول شوي دي چې، د سړکونو په جوړېدو سره به د ملکیتونو  ارزښت لوړ او مالکانو ته به یې د باور وړ سندونه ورکړل شي. د دې پروژې په پلي کېدو کې د اړوند سیمې د اوسېدونکو رول مهم دی، ځکه په دې برخه کې د دوی ګډون اړینې آسانتیاوې رامنځته کوي. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلولو په موخه، په نورو ناحیو کې هم د ځمکو د بیا تنظیم پروژې پلې کړي. له دې کار څخه موخه، د کابل ښار د ماسټر پلان پلي کول او له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو ښاریانو ته د ګټورو چوپړتیاوو وړاندې کول دي