
کابل ښاروالۍ د ښار په مرکزي برخو کې د ګڼه ګوڼې ستونزې په درک کولو سره، تر تخنیکي او فني څېړنو وروسته، د جوی شیر سړک د جوړولو په اړه اقدام وکړ چې، اوس مهال یې د کابل ولایت د اداري ودانۍ له مخې څخه تر ماشین خانې پورې د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي. د جوی شیر نښلوونکی سړک چې، (۷۸۳ ) متره اوږدوالی او (۳۲) متره سور لري، د پلیو لارو، لښتیو او استنادي دېوال جوړولو په ګډون د یوه معیاري سړک ټول جزئیات پکې شامل دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د صدارت څلورلارې، ملک اصغر څلورلارې، قوای مرکز، ده افغانانو، زیرزمینۍ او په نورو ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي. دا سړک نه یوازې د ګڼه ګوڼې د کمښت او ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې مهم رول لري، بلکې په جوړېدو سره به یې د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او په ښاري ښکلا کې به زیاتوالی راشي


