الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نوروز آباد له څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

 16856.jpg (1820 × 1024)

د احمدشاه بابا مېنې اړوند د نوروزآباد ( ایمل مومند) له څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۲۱۹۶) متره اوږدوالی، (۳۰ او ۴۰ ) متره سور لري ، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم پکې شامل دي. دا پروژه د کابل ښاروالۍ یوه زیربنايي پروژه ده چې، د کابل ښار د ترانسپورتي شبکې د ښه والي، د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري. ټاکل شوې ده دغه پروژه په اساسي توګه د اتو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.  تخنیکي کارکوونکي او ماشینري اوس مهال د یاد سړک د بنسټیزو برخو په جوړولو بوخت دي