الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو پروژه بشپړېدو ته نږدې شوې ده

 16861.jpg (1820 × 1024)

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو پروژه د ښه کاري پرمختګ په لرلو سره بشپړېدو ته نږدې شوې او ټاکل شوې ده ډېر ژر د سړک د پاتې برخو قیر چارې ترسره او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۲۷۹۴) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، په دوه اصلي لیکو کې ډیزاین شوی دی. د دې سړک لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې دي او یوازې د (۱۰۰) متره برخې قیرچارې یې پاتې دي چې، هغه به هم ډېر ژر قیر شي. ورته مهال د پلیو لارو او ګلدانونو جوړولو، د جدلونو او د څراغونو نصبولو چارې په دوامداره توګه روانې دي څو دا لویه پروژه په معیاري توګه بشپړه شي. همدا راز د دې سړک درېیمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې به هم په دوه اصلي لیکو کې د ژمي تر را رسېدو وړاندې ترسره شي. د دې پروژې له بېلابېلو کاري پړاونو څخه د کابل ښاروالۍ انجنیران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.  د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د صحت عامې، مکروریانو او د هوايي ډګر د څلورلارو ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او بله خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د یوه کانال او پلچکونو جوړول او د ترافیکي نښو نصبول هم شامل دي