الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په دویم ګذر کې د تفریحي پارک د جوړولو چارې ۹۰ سلنه مخته تللې دي

 16863.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د خیرخانې مېنې په درېیمه برخه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې (۹۰) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو شلو ورځو پورې بشپړې شي. دغه پارک چې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته،  په (۱۰) زره متر مربع ځمکه کې ډیزاین شوی دی، د سالم چاپېریال او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د دې پارک د جوړولو په پروژه کې د احاطې، د پلیو لارو ، د اوبو د زېرمې، د فوټبال، کرکټ، والیبال او باسکټبال لپاره د لوبغالو جوړولو سربېره، د یوې څاه کېندل، چمن کرل، د نیالګیو او بوټو کېنول او د کثافت دانیو نصبول هم  شامل دي