الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د دوو فرعي سړکونو کانکرېټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

 16865.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې په ۶م او ۲۰م ګذر کې د دوو فرعي سړکونو کانکرېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د څلورمې ناحیې د مرستیال سید احمدشاه افضلي، د سیمې د اوسېدونکو او مشرانو په حضور کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شول. د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس د دغو پروژو د پلي کولو موخې د یوه سالم ښاري چاپېریال رامنځته کول او ترانسپورتي زیربناوو ته لاس رسی وباله او ویې ویل: په شپږم ګذر کې د سرسبزۍ څلورلارې شاته سړک (۷۵۵) متره اوږدوالی او (۵) متره سور او د شلم ګذر اړوند په شهر آرا کې فرعي سړک (۵۰۰) متره اوږدوالی او (۵.۵) متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۱۵.۵) میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه چې، د دې پروژو د پلي کېدو پرمهال هر ورځ (۱۵۰) کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، دغه راز د سیمې اوسېدونکو د خپلو سړکونو له جوړېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د ساتنې په برخه کې به یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي