
ډېر ژر به د کابل ولایت د اداري ودانۍ مخې ته د موټرو د تګ راتګ هوايي پله د جوړولو عملي چارې پیل شي. کابل ښاروالۍ تر تخنیکي او فني څېړنو وروسته د کابل ولایت د اداري ودانۍ مخې ته د موټرو د تګ راتګ هوايي پله د جوړولو طرحه او پلان بشپړ کړي او ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو رئیس انجنیر فایق احمد " تسل" په دې اړه وویل: " د دې پله جوړول یوه لویه او ستراتیژیکه پروژه ده چې، د صدارت څلورلارې له سړک څخه پیل او د جوی شیر له نوي سړک سره نښلول کېږي". دا پُل په دوه لیکو کې چې، هر یوه به یې د تګ او راتګ دوه لینونه ولري د ټولو نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره طرح شوی دی. د ښاغلي تسل په وینا؛ دا پُل لوپ ته ورته رمپونه لري چې، د شهر نو سیمه له سالنګ واټ او سالنګ واټ د جوی شیر له نوي سړک سره نښلوي. دا هوايي پُل ۲۷۳ متره اوږدوالی ، ۱۸ متره سور او ۸ متره لوړوالی لري چې، د پنځو استحکامي پایو( ستنو) په وسیله به و درول شي. همدا راز د دایروي رمپ شعاع یې ۳۳ متره ده او د ټولو تخنیکي جزئیاتو او نړیوالو معیارونو له مخې به جوړ شي. انجنیر تسل زیاته کړه: " دا چي سالنگ واټ د کابل په سوداګریزه برخه کې یوه له ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو څخه شمېرل کېږی، اړتیا وه څو د ځمکې له سطحي پورته یو هوايي پُل پکې جوړ شي. د نوموړي وینا؛ د دې پروژې په پلي کېدو سره به نه یوازې د ښار په مرکزي برخو په ځانګړې توګه ده افغانانو او زیرمینۍ سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي، بلکې شهرنو سیمه به له آسمايي واټ سره ونښلول شي او سیمې ته به لا ډېره ښکلا ور وبښي. د یادونې وړ ده چې، همدا اوس په بره کې څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک او هوايي پله د جوړولو چارې روانې دي او په راتلونکې کې به د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د ښار په یو شمېر نورو برخو کې هم د ورته پروژو د پلي کولو په اړه اقدام وشي


