
د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د یوه اساسي پله د جوړولو پروژه تر اوسه (۸۵) سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده چې د نږدې دوو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه پل چې (۶۰) متره اوږدوالی او (۱۸.۴ ) متره سور لري، د (۹۰) مېخي ستنو (پایو) په درلودلو سره په تخنیکي توګه ډیزاین شوی دی. په دې وروستیو کې د یاد پله (۱۶) ګاډرونه نصب شوي دي او په بل پړاو کې به یې د فرش کانکریټ چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا پیل شي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به د کابل ښار د ختیځ زون ترافیکي ستونزې هوارې او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي


