الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان د پخواني سړک د ۳۵۰۰ متره برخې قیر چارې روانې دي

 16888.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو برخو تر جوړولو وروسته، د ۱۴مې ناحیې اړوند د پغمان د پخواني سړک د (۳۵۰۰) متره برخې قیر چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا روانې دي. یاد سړک چې، د قرغې له بند څخه تر تاق ظفر پورې (۹۱۵۳ ) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، په اوږدو کې یې د استنادي دېوالونو، د (۹ او ۱۲ ) مترو په اوږدوالي او د (۲ او ۴ ) مترو په سور سره د (۱۶) پلچکونو جوړول هم شامل دي. څه موده وړاندې، د دې سړک (۵) کیلومتره برخه قیر شوې او ورته مهال یې د نورو بنسټیزو برخو د جوړولو چارې دوام لري، ترڅو د ژمي موسم له رارسېدو وړاندې هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د یاد سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د څوارلسمې ناحیې اوسېدونکو او د پغمان تفریحي سیمې ته تلونکو هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي