
د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې سړک د فرعي لیکې دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې. د مسئولینو په وینا، د دې فرعي لیکې قیر چارې به ډېر ژر بشپړې او د ترافیکو پر مخ به پرانیستل شي. د یادې فرعي لیکې په ګټې اخیستنې سره به له یوې خوا په اصلي سړک کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. له دهمزنګ څخه تر کوټې سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک د جوړولو او پراختیا پروژه، چې (۳۲۲۶) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په یوه اصلي او یوه فرعي لیکو کې طرحه شوې ده. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتیو، ګلدانونو او پلیولارو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک دکرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورې ځانګړتیاوې هم شاملې دي


