
د دولسمې ناحیې اړوند د سلیم کاروان له ښارګوټي څخه د احمد شاه بابا مېنې تر ۵۰ متره سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري او مسئولین وايي چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې به یې لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې شي.
دغه سړک چې (۷۳۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو ترافیکي ستونزې هواري او د احمد شاه بابا مېنې اړوند بېلابېلې سیمې به یو له بل سره ونښلول شی. پاتې دې نه وي چې، دا سړک د ترافیکي بهیر په وړاندې د آسانتیاوو په رامنځته کولو او د سیمو د اقتصادي ودې به برخه کې مهم رول لري


