
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت او د تخنیکي ستونزو د حل په موخه، د میرویس میدان (کوټه سنګي) د سړک په اوږدو کې د یوه لښتي د جوړولو چارې پیل شوې. دا لښتی د کوټه سنګي له پله څخه تر پُل سوخته پورې (۶۰۰) متره اوږدوالی (۶۰) سانتي متره سور او (۷۰) سانتي متره ژوروالی لري. دغه پروژه د زیانمنونکو برخو تر پېژندلو وروسته د پلي کېدو په حال کې ده څو سړکونو ته د اوبو له راختلو او د اوبو ډنډ کېدو ستونزه هواره او اوبه په منظمه توګه د کابل سیند ته ولېږدول شي د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ له خوا د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په پروژو کې د منهولونو جوړول، د سلبونو بُرش کول، د کارودونو نصبول او له کانالونو سره د لښتیو نښلول شامل دي چې، په بېلابېلو سیمو کې د پلي کېدو په حال کې دي


